زاويې ميډيا له کابل پوهنتون سره د دوه اړه خيزه همکاريو تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخې به زاويه ميډيا د کابل پوهنتون د تېر ۸۷ کلن مزل په اړه ځانګړی مستند فلم جوړ کړي او د دواړه لوريو تر منځ به مطبوعاتي همکاري زياته شي. د زاويې ميډيا له لورې دا جوړېدونکی مستند فلم به د ۱۳۹۹ کال د وري په مياشت کې نشر شي. زاويې ميډيا تر دې وړاندې هم له بيلابيلو ادارو سره مطبوعاتي همکاري او د بيلابيلو ورزشي او ټولنيزو پروګرامونو ملاتړ کړی دی. زاويه ميډيا چې له تېر کال راهيسې يې فعاليت پيل کړی او موضوعاتو ته له نوي ليد څخه کتنه کوي، په افغانستان کې د ډيجيټل رسنيو مخکښه ګڼل کېږي.